غزل

2020-09-21

اسمانه لوړ شه ځمکې آر ته شه چې زړه مې تنګ دی

خیاله د لوړد غرونو سرته شه چې زړه مې تنګ دی

 

دزړه بلــــبـــــل تـــــــــه مې په ډکه خوله خنداخووکړه

پسرلنۍ غوټۍ تـــــه ورتـه شه چې زړه مې تنګ دی

 

پـــــه کـــمـــــــکي زړه کې ځایوم د جانان لوی غمونه

ددنیــــــــا غـــمـــه لــږ بهرته شه چې زړه مې تنګ دی

 

چې پــــــــه خبـــــریې د خوښۍ څرخ او خروار  ونا څي

مــطر به جوړ ساز دلوګر ته شه چې زړه مې تنګ دی

 

بــــــــې لــــــه ټګۍ بې له برګۍ په تاکې بل څه نشته

بوډۍ دنیا مخ دې محشر ته شه چې زړه مې تنګ دی

 

د هــــــــوســـــــونــــــــــو په ډنډوکو کې صفا نشته ده

راشه د مینې سمــــنـدرر ته شه چې زړه مې تنګ دی

 

شپو پسې شپې زغملې نشم ستا په روڼ اسمان کې

دلمر وطـــنــه زیاتي لمر ته شه چې زړه مې تنګ دی

 

عقل پـــــنـــجــــــــرو د فـــلـــسفو کې رانه سا و باسي

جنونه زور مي مات وزرته شه چې مې زړه مې تنګ دی

 

ګنـــــج که دې نشته فن افلاس سره اشنا چې نه کړې

ابــتـــذال پریږ ده ځه هنر ته شه چې زړه مې تنګ دی

 

چې په شمشاد قامت یې نشې دعوه ګیر څوک پیدا

ننـــګه ځه لار نیسه خیبر ته شه چې زړه مې ننګ دی

۱۰/۲۰۰۵