غزل

2020-09-21

دشــــونډو سجدې ږدمه بیا دوروځوپه محراب کې

قـــبلــــه مــــې دیــــــارمخ دې جنتې یم په حساب کې

 

سُرونه لا هـــــوتــــــې دې خـــــــو ځــــوی دزړه تارونه

د حـــــســـــن نــــغـــمــــــــې اړوم د مینې په رباب کې

 

دزړه ښیښه صفا کړه که جـــــلــــــــــــوه د جمال ګورې

ملا په غبرګو ړوند شې څه به ووینـــــې کتاب کې؟

 

حـــجــــــاب یـــــــــې نورانې دي زه مین په هغه مخ یم

دا شــــــمـــس او قمر څه دي جانان پټ دېپه نقاب کې

 

ساقـــــــي تــــــــل راتـــــــــه وایي له ګونا دې پاکومه

داځکه تل غوټې وهم د مــــــیـــــــو پـــــــه دریاب کې

 

عشق ګوره د جنون په نیلي سور راغـــــــې جهـــان ته

زرګونه لیــــــــونـــــــــــي ورته پراته دي په رکاب کې

 

دسپین مخ په جومـــــات کې دې دېره ورپسې ورشه

په ننګ اقتدآ وکــــــــــړه چې داخل شې په ثواب کې

دنمارک ۱۴ /۷ /۲۰۰۴